دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 215774
بلومبورګ: پاکستان میشتو ترهګرو ډلو افغانستان کې اتحاد کړی
د امریکا بلومبورګ نشریې د یوه رپوټ په خپرولو سره ویلي چې پاکستان کې میشتو ترهګرو ډلو چې لشکه طیبه، جیش محمد، د داعش خراسان ډلې او طالبانو د خپلو سیمه ییزو ملاتړ په همکارۍ، افغانستان کې د ترهګرو ډلو اتحاد جوړ کړی دی.
نشریې ویلي د دغه اتحاد موخه داده چې افغانستان او سویلي اسیا کې د سولې بهیرونه له ماتې سره مخ کړي.
په رپوټ کې ویل شوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د یادو ترهګرو یو موټي کیدو ته لاره پرانیزي.
رپوټ کاږي چې دغه ډلې همداشان د هند او کابل کې د هندوانو عبادتځایونو د شتمنیو لوټلو په هڅه کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني مرستیال هم ویلي چې د دغو ډلو د پيدا کیدو تمه له وړاندې وه او د دوی موخه داده چې د ټولې سیمې امنیت خراب کړي.
بلومبورګ د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند، جاوید فیصل له قوله لیکلي چې طالبانو تر اوسه له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو ډلو لکه داعش، القاعده او لشکر طیبه سره اړیکې نه دي پرې کړي.
خو طالبانو بیا د یادو ترهګرو ډلو سره د دوی هر ډول اړیکه رد کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbzsb5arhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته