دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 215775
لوګر کې له کمانډو ځواکونو سره نښته کې ۲ طالبان وژل شوي
د کمانډو ځواکونو قول اردو خبرپاڼې په ترڅ کې د لوګر مرکز پل علم په پتخواب سیمه کې د طالبانو د برید له مخنیوي خبر ورکوي.
دوی څرګندوي چې تره شپه(سې شنبې د زمري په ۷مه نېټه) طالبانو غوښتل چې د پتخواب سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، خو د کمانډو ځواکونو له ځواب سره مخامخ شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې نښته کې دوه تنه طالب وسله وال وژل شوي دي:« یره شپه ترهګرو طالبانو پلان درلودو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د "پتخواب" بازار خضر په سیمو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.»
د خبرپاڼې له مخې نښته کې افغان ځواکونو ته د طالبانو وسلې هم په لاس ورغلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي:«کوماندو ځواکونو ددغه بریدونو د عملي کېدو مخنیوی وکړ چې په پایله، کې٢ تنه طالب ترهګر وژل شوي او۵ میله سپکی وسله دکوماندو ځواکونو لاسته ورغلی او ٢ بوجی چاودیدونکی توکی په یاد سیمه کی کشف او له منځه تللی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmpqip2bqsm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته