کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرک غاړې ماین چاودنې د دریوو سرتېرو ژوند واخیست

8 اسد 1399 ساعت 15:30

د ارزګان والي ویاند، زړګی عبادي وايي نن(چهارشنبې د زمري په ۸مه نېټه) له غرمې مخکې د سرک غړې ماین چاودنه کې ۳ سرتېرو ژوند بایللی دی.

د هغه په وینا پېښه د ارزګان د مرکز ترينکوټ ښار په "نيچين" سيمه کې شوې.

ښاغلی عبادي څرګندوي چې د پېښې په ترڅ کې یې یو سرتېری ټپي شوی دی.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.



د مطلب کود: 215797

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215797/د-سرک-غاړې-ماین-چاودنې-دریوو-سرتېرو-ژوند-واخیست

آوا
  https://www.avapress.com