کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې۳۶۴۷۳ ته پورته شوې

د صدای افغان خبری آژانس , 8 اسد 1399 ساعت 17:44

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۰۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۱ تن ورڅخه مړ شوی دی.


روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای۲۹ (زمري۸) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۰۸مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۰۵ یې مثبت ثابت شوي دي.
د یاد وزارت وزارت د معلوماتو پر اساس، په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۶۴۷۳ ته ورسېد.
له یادو پېښو څخه ۱۷ په کابل، ۳۶ هرات،۱۲ بامیان،۲ ننګرهار،۶ دایکندي او ۳۶ په غور ولایت کې ثبت شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په کابل ولایت کې یو تن مړ شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۲۷۱ تنو ته پورته شو.
همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۲۵۳۸۹ ته پورته شوی دی.
کرونایروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهار شنبې تر ورځې جولای ۲۹مه (زمري ۸) په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۶۶۰۴۰۷تنه مړه شوي او څه باندې ۱۶ میلیونه نور ورباندې اخته شوي دي.


د مطلب کود: 215800

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215800/افغانستان-کې-د-کرونا-مثبتې-پېښې۳۶۴۷۳-ته-پورته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com