کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوس د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې هم اختریزې مېلې کېږي

8 اسد 1399 ساعت 17:04

دوی وایي، د پخوا په پرتله د دغه ولایت امنیتي حالت ښه شوی او له همدې امله د ننګرهار لېرې پرتو ولسوالیو ته له خپلو ملګرو سره تفریح ته ځي. دوی زیاتوي، د ښار له شور ماشور ستړي شوي او له همدې امله ډېر کله په ولسوالیو کې د ځوانانو ترمنځ مشاعرې جوړېږي او سیمه‌ییزه موسیقي یې هم د بنډار یوه برخه وي.


«اوس ځوانان د ښار پارکونو ته ډېر نه ځي او د دې پر ځای لېرې پرتو ولسوالیو ته لکه کامه، ښېوې، دره نور او داسې نورو ته د تفریح په هدف ځي او امنیت هم په ولسوالیو کې ښه شوی.» د ننګرهار امنیتي چارواکي هم مني چې اوسمهال د دغه ولایت ۲۱ ولسوالۍ امن شوې او خلک کولای شي په ډاډه زړه دغو ولسوالیو ته سفر وکړي. ځونان هم پر ښار سربېره لرې پرتو سیمو ته د تفریح په هدف تګ مهم بولي او وايي، ولسوالیو ته د ښاري اوسېدونکو تګ راتګ به د ځوانانو ترمنځ نه یوازې ملي یوالی رامنځته کړي، بلکې د فکري بدلون لپاره یې هم مهم ګام بولي. «ولسوالیو ته د ځونانو تګ راتګ نه یوازې تفریح ده، بلکې په دې سره کولای شو د ولسوالیو د خلکو له دود دستور او کلتور څخه خبر شو او هم د ملي یوالي لپاره ښه زمینه سازي ده.» په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، په ورستیو کې د ننګرهار په ولسوالیو کې د امنیتي حالت د ښه والي له امله لېرې پرتو سیمو ته د خلکو تګ د سیاحت او اقتصادي ودې ښه والي لپاره ښه سرچینه کېدایشي. رحیم الله خوږیاڼی وایي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې به د محلي موسیقۍ، تیاتر او نور ځانګړي پروګرامونه ولري چې موخه یې د خلکو تفریح ده. «ولسوالیو ته د خلکو تګ لامل دا دی چې اوس هلته امنیت ښه شوی او دا به وکولای شي د سیاحت له کبله په دغه ولایت کې صنعت لا پیاوړی کړي.» د ننګرهار پر لېرې پرتو ولسوالیو سربېر نورستان او کونړ هم په ختیځ کې هغه ولایتونه دی؛ چې په دې وروسیتو کې یې ښایسته چاپېریال د خلکو پام ځان ته اړولی چې اوسمهال یې سیلانیان له لېرې پرتو ولسوالیو لیدنه کوي.


د مطلب کود: 215807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215807/اوس-د-ننګرهار-په-کلیوالو-سیمو-کې-هم-اختریزې-مېلې-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com