دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 215817
په هرات کې مقناطیسي ماین چاودنې اوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، دا ماین چاودنه تېر ماښام د هرات ولایت په ۱۲مه ناحیه کې د ملکي وګړو پر یو فلانکوچ موټر شوې ده. د ده په وینا، په دې چاودنه کې درې تنه ملکیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
فرهاد څرګندوي چې د پېښې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي او عاملین به یې تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي. تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی
https://avapress.com/vdcjvie8auqevoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته