سبا اختر دی او له تېرو څو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې بیروبار زیات شوی دی او خلک روغتیایي فاصلې لکه څرنګه چې ښایي نهمراعاتوي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د اختر په ورځو کې باید خلک تګ راتګ کم کړي او هغو ځایونو ته چې بیروبار دی، ورنهشي.
د دې وزارت ویاند اکمل سمسور ازادي راډیو ته وویل چې د کرونا ویروس له امله لاهم وضعیت بحراني دی او غوره ده چې خلک اختر په کورونو کې پاتې شي او په ځانګړي ډول مشرانو ته پاملرنه زیاته کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور
هغه زیاته کړه: "کله چې د کور له مشرانو سره یا له هغو کسانو سره د اختر په ورځو کې مخامخېږو چې داسې ناروغۍ لري لکه شکر یا فشار ډېره هڅه باید وکړو چې هغوی ته نږدې نهشو چې دا وژونکی ویروس هغوی ته انتقال نهکړو."
ښاغلي سمسور زیاته کړه، کومه تېروتنه چې د کوچني اختر په ورځو کې وشوه او لارښوونو ته پاملرنه ونهشوه، روغتونونه له ناروغانو ډک شول او دا تجربه باید دا ځل په لوی اختر کې خلک تکرار نهکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په وینا تر کوچني اختر دوه اوونۍ وروسته چې کوم معاینات د کرونا لپاره کېدل له ۶۰ تر ۷۰ فیصدو پورې مثبت وو او د ورځې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کسان په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته کېدل، حتی یوه ورځ د مثبتو پېښو شمېر نږدې زرو ته ورسېد.