په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي، په قطر کې له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې، غواړي د افغان حکومت د ۱۰۰۰ بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ کړي.
طالبان وايي، تېره ورځ (چارشنبه) یې بغلان او لوګر کې ۲۸ پولیس او پوځيان خوشي کړي.
په ورته وخت کې، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کابل کې د بندیانو د خوشي کولو پر بهیر خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې چې د امریکا شازژدافېر هم و، عبدالله پر ټوېتر لیکلي پر اوربند هم خبرې وشوې او هیله یې دا ده چې له اوربند پیلېدا وړاندې په تاوتریخوالي کې کموالی راشي.