د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې چاودنې یو کس وژلی او نهه نور ټپیان کړي دي.
لغمان کې چاودنې یو کس وژلی او ۹ نور ټپیان شوي
د صدای افغان خبری آژانس , 9 اسد 1399 ساعت 10:25
د لغمان په سلطان غازي بابا ښارګوټي کې چاودنې یو کس وژلی او نهه نور ټپیان کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه تېر ماښام د ښاروالۍ د هوټل مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په واسطه وشوه.
هغه زیاته کړه: "۱۰ تنه ټپیان د مهترلام روغتون ته انتقال شوي وو چې متأسفانه د دوی له ډلې یوهیې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه، په ټپیانو کې دوه تنه ماشومان هم دي."
د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د مطلب کود: 215830