دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 215837

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل.
د ارگ راپور له مخی، په دې کتنه کې چې د هیواد مخکیني جمهوررئیس حامد کرزي، د جمهوررئیس مرستیالانو او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پیل کې ډاکتر زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
همداراز په دې کتنه کې د اوربند د تمدید یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د کار، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث اوخبرې وشوې.
https://avapress.com/vdcbfsb5zrhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته