د افغانستان جمهوري ریاست ویلي په دې لیدنه کې چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته شوې د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم ګډون درلود.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "په دې کتنه کې د اوربند د تمدید یا د تاوتریخوالي کموالي په اړه د کار، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث اوخبرې وشوې".
همداشان زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو وروستیو خبرو په اړه جمهوررئیس غني ته معلومات ورکړل.
غني او خلیلزاد په داسې مهال د اوربند پر تمدید یا د تاوتریخوالي پر کموالي خبرې کړي چې افغان حکومت او طالبانو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.
نړیوالې ټولنې د افغانستان د جګړې د ښکېلو خواو له دې تصمیم څخه هرکلی کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د افغان حکومت او طالبانو دا اقدام د بینالافغاني مذاکراتو د پیل په لور یو ګام بللی دی.
په عین حال کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پانټینو کورو د افغانستان د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د ژر پیلېدو هیله څرګنده کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي چې افغان حکومت به په یو قوي دریځ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
سرچينه : د روغتیا بنسټ: د هوا له لارې د کرونا ویروس د لېږد موضوع نشو ردولی