کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: د افغان حکومت زرو بندیانو لړۍ نن پایته رسیږي

9 اسد 1399 ساعت 12:22

طالبانو ژمنه کړې چې د نن ورځې (پنجشنبې د زمري په ۹مه نېټه) تر پایه به د افغان حکومت د بندیانو د ازادولو بهیر بشبړ کړي.


د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین پر ټویټر پاڼې لیکلي دي چې د ورځې تر پایه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له مخې د ۱۰۰۰ افغان بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ کړي.
ویل کېږي چې تر اوسه طالبانو ۹۰۰ بندیان ازاد کړي دي.
طالبانو له افغان حکومته هم غوښتنه کړې ده چې د ۵ زرو طالب بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ کړي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو زمینه برابره شي.
حکومت تر اوسه کابو ۴ زره او ۵۰۰ طالب بندیان له بنده ازاد کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې افغان حکومت د کابو ۶۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په برخه کې اختلافونه درلودل، خو لنډ وخت کې ولسمشر غني ویلي چې د طالبانو د پنځو زرو بندیانو لړۍ به بشپړه کړي.
له دې سره هم مهاله طالبانو د اختر دریوو ورځو کې ـ چې سبا جمعه به پیل شي ـ د اوربند اعلان کړی دی.
مخکې له دې یادې ډلې ویلي وو چې که د بندیانو د ازادولو بهیر بشپړ شي، دغه ډله چمتو ده چې له افغانانو سره خبرې پیل کړي.
هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په ترڅ کې د طالبانو لخوا د اختر دریوو ورځو کې اوربند اعلان سره د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له حکومتي چارواکو سره یې لیدنې درلودې.
په همدې حال کې د مصالحې عالي شورا د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد کابل کې د امریکا سفیر سره په ګډه سپېدار ماڼۍ کې له عبدالله عبدالله سره بېله لیدنه هم درلوده.
د خبرپاڼې له مخې چې دواړو خواوو د بندیانو د ازادولو بهیر بشپړولو، د  تاوتریخوالیو کمښت، اوربند او د افغانانو ترمنځ د خبرو پر څرنګوالي خبر کړې دي.
سپېدار ویلي چې لیدنه کې دواړو لورو د  افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې له اوربنده هرکلی کړی دی.
خلیلزاد پر ټویتر پاڼې د لیکنې ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې د افغانانو لوی اختر د سولې لپاره یو ګام مخکې تګ وي.
 
ناټو او اروپايي ټولنې ویلي دي چې له دې فرصته په ګټې باید د افغانانو ترمنځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.


د مطلب کود: 215846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215846/طالبان-د-افغان-حکومت-زرو-بندیانو-لړۍ-نن-پایته-رسیږي

آوا
  https://www.avapress.com