دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 215855
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۱۲۸۱ ته ورسېد
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په افغانستان کې ۱۰ تنه د کروناویروس د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
له دغه وزارت څخه د پنجشنبې په ورځ جولای ۳۰مه (زمري ۹) رسمي خپاره شوي معلومات ښيي چې په دې سره په افغانستان کې د کرنا له امله د مړو شمیر ۱۲۸۱ ته رسیدلی دی.
د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس د ۶۵ تازه مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو مجموعي شمیر ۳۶زره او ۵۳۸ ته لوړ شوی دی.
دغه وزارت ویلي چې له دې شمېرې ۲۵زره او ۵۴۴ تنه بېرته روغ شوي او ۹زره او ۸۳۴ ناروغان لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د روغتیا وزارت وروستۍ شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو کچه ۲۱.۷ سلنې ته راټیټه شوې ده.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې کابل د کروناویروس د مثبتو پېښو د ثبت له پلوه تر ټولو اغیزمن شوی ولایت بللی دی.
د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د نورو ولایتونو په پرتله په کابل کې تر ټولو زیاتې ۱۴۶۰۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
اوچا دغه راز ویلي چې له کابل وروسته هرات، کندهار، بلخ او پکتیا هغه ولایتونه دي چې په کې د کروناویروس د مثبتو پېښو کچه لوړه ده.
اوچا زیاته کړې چې په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره مرستندویو ادارو د روان میلادي کال د مارچ میاشتې له پیل راهیسې ۲.۲ میلیونو افغانانو سره د پاکوالي د ساتنې موادو مرسته کړې او افغانستان ته د دننه کېدو پر مهال د کابو ۵۰۰زرو کسانو د لومړنيو معایناتو (سکرینینګ) زمینه برابره کړې ده.
اوچا دغه راز ویلي چې په دې موده کې څه باندې ۲۱۸زرو افغانانو ته د کروناویروس له رواني زیانونو سره د مبارزې په برخه کې د ملاتړ زمینه برابره شوې ده.
د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شوی او په چټکۍ سره په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدله شوه.
د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د پنجشنبې تر ورځې جولای ۳۰مه (زمري ۹) پورې په نړۍ کې څه باندې ۱۷ میلیونه خلک په دغې ناروغۍ اخته شوي چې له دې شمېرې له ۶۶۷زرو څخه زیات ناروغان مړه شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbssb5srhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته