دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 215858
له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، طالبانو غوښتل تېره شپه د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي، خو افغان سرتیرو یې مخه نیولې ده. سرچینه وایي، په دې نښته کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت په یوه بله اعلامیه کې وایي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې د بغلان ولایت په چشمه‌شیر ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو پر پوستو برید وکړي چې په دې نښته کې هم اته وسله وال طالبان ووژل شول. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcenn8wvjh8zvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته