دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 215891
متحده ایالاتو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شاوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو پر سر د لانجې د حل لپاره وړاندیز کړی دی چې دا بندیان دې د دواړو خواوو تر ګډې څارنې لاندې یوه درېیم ځای ته ولېږدول شي.

د بندیانو تبادله د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې یوه مهمه برخه وه، خو دا مسئله وروسته له هغه لانجمنه شوه چې افغان حکومت وویل دا ۴۰۰ بندیان خطرناک مجرمان دي.
درېیو امریکايي چارواکو روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ د لانجې د حل لاره ده. دې چارواکو چې نه‌غواړي نومونه‌یې افشا شي ویلي، پر هغه ځای چې دا بندیان به په‌کې ساتل کېږي افغان حکومت او طالبان دواړه څارنه کولای شي.
روېټرز د دې چارواکو له قوله لیکي چې دا طرح د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دواړو خواوو سره شریکه کړې ده.
په کابل کې یو بل ډيپلومات روېټرز ته ویلي چې طالبان د ۴۰۰ بندیانو د خوشې کېدو په مسئله کې پر خپل دریځ ولاړ دي، نو یوازنۍ حل لاره دا ده چې د افغان حکومت د موافقې په صورت کې دا بندیان نظربند شي.

امریکايي چارواکي دا طرح وروسته له هغه وړاندې کوي چې ولسمشر اشرف غني پرون د لوی اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل، شااوخوا ۴۰۰ بندیان چې طالبانو یې لېست امریکایانو ته سپارلی، نه‌خوشې کوي. هغه د دې بندیانو د خوشې کولو په اړه د پرېکړې لپاره په نږدې راتلونکي کې د لویې جرګې د رابللو ژمنه وکړه، خو ښاغلي غني په عین حال کې وویل چې د ښه نیت د یوه اقدام په توګه حکومت چمتو دی چې ۵۰۰ نور طالب بندیان خوشې کړي.
افغان حکومت د بندیانو د تبادلې په لړ کې تر اوسه څلور نیم زره طالب بندیان خوشې کړي، خو وايي پاتې ۴۰۰ بندیان د پاکستانیانو په ګډون بهرني اتباع او خطرناک مجرمان دي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر مشر رضوان مراد د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې ۴۰۰ څه کم او زیات بندیانو کې سم نیمايي بهرني وګړي دي. موږ په وار وار ویلي چې کله طالبان یا د هغوی همفکران یا هغوی چې فکر کوي د سولې پر وړاندې خنډونه حکومت یا کوم بل اړخ جوړوي، هغوی ته دا ډېره منطقي خبر ده چې وايي، طالب ولې د پاکستانیانو په خوشې کولو ټینګار کوي. طالب خو ځان افغان ګڼي او ځان د افغانستان د راتلونکي نظام شریک ګڼي، نو بیا ولې د پاکستانیانو، بنګلدېشیانو، یا عرب یا چچنیايانو پر خوشې کولو ټینګار؟"

د شااوخوا ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د غوښتنو په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او همداراز د امریکا ځینو لوېدیځ متحدانو هم اندېښنه ښودلې ده.
خلیلزاد پر حکومت او طالبانو فشار راوستی دی چې د بندیانو د خوشې کولو د لانجې له کبله اوسنی ولاړ حالت پای ته ورسوي.
خو روېټرز خبري اژانس په کابل کې د یوه جګپوړي لوېدیځ ډیپلومات له قوله لیکلي دي چې وايي امریکايي چارواکي او متحدان‌یې دا مني چې د ډېرو خطرناکو طالبانو خوشې کول به یو لېونتوب وي.
دې ډیپلومات چې روېټرز یې نوم نه‌دی ښودلی ویلي چې دا کسان د بشریت پر ضد د ډېرو خطرناکو جرایمو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9sb58rhb8wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته