کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت په سپین بولدک کې د افغان ځواکونو اقدامات وستایل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 اسد 1399 ساعت 9:49

د افغانستان د ملي امنیت شورا د کندهار په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د وروستۍ نښتې په غبرګون ویلی چې دا پېښه په هر اړخیزه توګه تعقیبېږي او لازم اقدامات به وشي.


دا خبره د امنیت شورا په رسمي ټوېټر پاڼه پرون خپره شوې.
په ټويټ کې د افغانستان په دفاع کې د پوځیانو اقدامات او د ولسونو ملاتړ ستایل شوی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي پرون د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ پر هستوګنو سیمو د پاکستاني ځواکونو له خوا بریدونه وشول.
تازه نن سهار د کندهار د والي ویاند بهیر احمد ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۱۵ ملکیان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپیان دي.
د راپورونو په اساس افغان پوځیانو هم د پاکستاني ځواکونو د بریدونو د دفاع لپاره حملې کړې دي.
د کندهار د والي ویاند وايي چې نښته د شپې په یوولسو بجو پای ته رسېدلې ده.
د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې پرون د بولدک او چمن تر منځ سلګونه ایسار مسافرو د پاکستان په تاسیساتو هجوم ور ووړ او ور څېرمه یې اورونه بل کړل.
پاکستانيو چارواکو پرون ژمنه کړې وه چې د چمن او بولدک تر منځ د وېش دروازه به د خلکو د تګ راتګ په مخ خلاصه وي، خو دا چې دروازه خلاصه نه شوه، خلک ماذیګر مهال پرې ورغلل.


د مطلب کود: 215897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215897/افغان-حکومت-په-سپین-بولدک-کې-د-ځواکونو-اقدامات-وستایل

آوا
  https://www.avapress.com