کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د قاطع ملاتړ مأموریت افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکی شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1399 ساعت 10:31

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ.


دغه مأموریت پرون ناوخته په ټویټر کې د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغان ځواکونو هغه هڅې ستایلي چې اوربند ته لار اواروي.
قاطع ملاتړ په خپل پیغام کې د تاوتریخوالي د دایمي کمولو او د مذاکرو د تعقیب غوښتنه کړې ده چې د دې مأموریت په باور بالاخره افغانان وکړای شي تلپاتې سوله ولري.
وروسته له هغې چې طالبانو او امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړه، په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی لا هم دوام لري.


د مطلب کود: 215933

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215933/د-قاطع-ملاتړ-مأموریت-افغانستان-کې-تاوتریخوالي-کمولو-غوښتونکی-شو

آوا
  https://www.avapress.com