دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۱
د مطلب کود : 215933
د قاطع ملاتړ مأموریت افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتونکی شو
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ مأموریت د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وکړ.
دغه مأموریت پرون ناوخته په ټویټر کې د لوی اختر د مبارکۍ ترڅنګ د افغان ځواکونو هغه هڅې ستایلي چې اوربند ته لار اواروي.
قاطع ملاتړ په خپل پیغام کې د تاوتریخوالي د دایمي کمولو او د مذاکرو د تعقیب غوښتنه کړې ده چې د دې مأموریت په باور بالاخره افغانان وکړای شي تلپاتې سوله ولري.
وروسته له هغې چې طالبانو او امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې موافقه لاسلیک کړه، په افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالی لا هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipwarpt1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته