کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا کې کرونا؛ تېره شپه ورځ کې ۱۴۵۳ تنه مړه شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 اسد 1399 ساعت 10:30

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې تېره شپه ورځ کې امریکا متحده ایالاتو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله ۱۴۵۳ تنه مړه شوي دي.


دا د مې میاشتې له اووه ویشتمې نېټې وروسته لومړۍ ځل دی چې یوه ورځ کې د کرونا ویروس له کبله ډېر شمېر کسان مړه کیږي.
له دې شمېرو سره  امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د قربانیانو شةېر ۱۳ زره او ۸۸۲ تنو ته ورسید.
د راپور له مخې یاد هېواد کې ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس کابو ۷۰ زره مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
د تازه پېښو له ثبت سره امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۴ میلیونو او ۶۰۰ زرو واوښت.
په همدې حال کې مکسیکو کې هم د شنبې په ورځ له ۹ زرو د زیاتو مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړل شوی دی.
دغه هېواد کې هم د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر له ۴۳۸ زرو واوښت.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې له ۱۷ میلیونو او ۸۴۹ زرو اوښتې دي. تر اوسه نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله له ۶۸۵ زرو ډېر کسان مړه شوي دي.


د مطلب کود: 215934

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215934/امریکا-کې-کرونا-تېره-شپه-ورځ-۱۴۵۳-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com