دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 215939
د غزني یو مدني فعال ووژل شو
د غزني چارواکي وايي د دولت وسله‌والو مخالفانو د عصمت‌الله سلام په نوم یو مدني فعال وواژه.
د والي ویاند واحدالله جعمه‌زاده د شبنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د لوی اختر دوهمه ورځ غرمه مهال وسله‌والو طالبانو عصمت‌الله سلام د غزني اندړو ولسوالۍ خوزیو کلي ته چې دا یې پلرنی کلی دی پر لاره وو له موټره ښکته کړی او وژلی دی."
جمعه‌زاده وايي له عصمت‌الله سلام سره په موټر کې ښځې او ماشومان هم وو.
جمعه‌زاده وايي: "عصمت‌الله سلام له ډېره وخت په غزني کې مدني فعالیتونه کول او په سلطان محمود ښارګوټي کې «د سیمې او ولسونو شورا» رئیس هم وو."
ښاغلی جمعه‌زاده وايي عصمت‌الله سلام هېڅ دولتي دنده نه‌درلوده.
عصمت‌الله سلام د «ژوند مدني ټولنې» یو فعال غړی و.
د دې پېښې مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی منلی.
https://avapress.com/vdcexn8wojh8zoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته