دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 215945
د ايران ولسمشر هيله ښودلې چې طالبان اوربند وغځوي
د ايران ولسمشر، حسن روحاني هيله ښودلې چې طالبان په افغانستان کې لنډمهاله اوربند وغځوي او د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره لاره هواره شي.
د ايران ولسمشر، حسن روحاني له ولسمشر غني سره ټيلفوني خبرو کې ويلي چې افغانستان کې سوله، د سيمې د امن او ثبات لامل کيږي او د ايران دولت د هغې سولې د بهير چې افغان دولت يې مشري وکړي، ملاتړ کوي.
ښاغلي روحاني همداشان د ايران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي، سياسي او سوداګريزو اړيکو پر پراخيدو هم ټينګار کړى دي.
دا په داسې حال کې دي چې ايران په کراتو د افغانستان په کورنيو چارو کې پر لاسوهنې او د طالبانو پر ملاتړ تورن شوى دى.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbasb5srhb89p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته