کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: د امريکا ځيني ښارونه تر افغانستان بد وضعيت لري

12 اسد 1399 ساعت 12:24

د امريکا ولسمشر، ډونالډ ويلي د امريکا د يو شمير ښارونو امنيتي وضع تر افغانستان ډير په بد حالت کې ده.


ټرمپ د امريکا شيکاګو ايالت ته په اشارې سره ويلي کومې پيښې چې د دوى په ښارونو کې کيږي، په افغانستان کې يې سارى نه دى ليدل شوى.
هغه همداشان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې خپل ځواکونه به ډير ژر او په منصفانه توګه له افغانستانه باسي.
ټرمپ افغانستان يو خطرناکه هيواد بللى دى.
دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د اختر په ورځو کې د اوربند له کبله د تاوتريخوالي کچه ټيټه شوې ده.
د غوڅ ملاتړ ماموريت هيله ښودلې چې د تاوتريخوالي کچه ټيټه وساتل شي او د بين الافغاني خبرو د ژر پيليدو هڅه وشي، تر څو د افغانستان خلک بالاخره دوامدارې سولې ته ورسيږي.


د مطلب کود: 215952

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215952/ټرمپ-د-امريکا-ځيني-ښارونه-تر-افغانستان-بد-وضعيت-لري

آوا
  https://www.avapress.com