دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 215958
هېواد کې د کرونا ویروس یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۹ مشکوکې پېښې کتل شوې چې له ډلې یې یوه مثبته ده.
همداراز یاد وزارت نن(یکشنبې د زمري په ۱۲مه نېټه) زیاتوي چې د اختر په ورځو کې کمو خلکو د کرونا ویروس ټسټ لپاره لابراتوارونو ته مراجعه کړې ده.
یاد وزارت وايي یاده موده کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د مړو راپور هم نه دی ورکړی شوی او د روغو شویو کسانو ټسټ هم نه دی ترسره شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی بنسټ یا سیګر هم تېره اوونۍ خپل راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو واقعي شمېر له خپرو شویو شمېرو څخه ښايي لوړ وي.
د سیګر په نوي رپوټ کې په تېره میاشت کې کابل کې د کورونا ویروس له امله د ورځې د ۳۳ تنو له مړینې خبر ورکړل شوی دی.
 د روان کال د چنګاښ میاشتې تر پنځه ویشتمې د کورونا ویروس له امله په افغانستان کې د مړه شویو کسانو شمېر ۱۰۹۴ اعلان شوی؛ خو دغه شمېر به له واقعي شمېر سره ښايي توپير ولري او لاملونه یې هم، د معاینې کولو ټيټه وړتیا او روغتیايي خدماتو ته د ټولو افغانانو نه لاسرسی بلل کېږي.
په دې رپوټ کې د کابل امبولانس د مسوولینو له خولې راغلي چې، په منځنۍ کچه په ورځ کې تر ۳۳ کسانو پورې د کووېډ۱۹ ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfttd0cw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته