کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دفاع وزارت د اوربند د نقضولو پېښې څیړي

د صدای افغان خبری آژانس , 12 اسد 1399 ساعت 17:10

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند پر مهال د ناامنیو پېښو په تړاو څیړنې کوي.



د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ د اګست په دویمه (زمري ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې له طالبانو سره د درې ورځني اوربند پر مهال د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ناامنیو څو محدودې پېښې رامنځ ته شوي دي.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوربند ټول اصول او قواعد رعایت کړي دي او همداشان اوربند ته پابنده او ژمن پاتې کېږي. د افغانستان خلک دا تمه له طالبانو څخه هم لري".
ښاغلي امان دا څرګنده نه کړه چې د ناامنیو دغه پېښې په کومو ولایتونو کې او د چا له خوا رامنځ ته شوي دي.
نن یکشنبه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موقت اوربند وروستۍ ورځ ده چې دواړو خواو له لوی اختر څخه مخکې پر یو بل د برید نه کولو اعلان کړی و.
د افغان حکومت او طالبانو له دغه اقدام څخه په ملي او نړیواله کچه پراخ هرکلی وشو.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې دواړه خواوې د بندیانو د خوشې کولوپروسې له بشپړېدو وروسته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
 


د مطلب کود: 215968

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215968/د-افغانستان-دفاع-وزارت-اوربند-نقضولو-پېښې-څیړي

آوا
  https://www.avapress.com