دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 215969
د برتانیې د پارلمان یو غړی د جنسي تیري په تور نیول شوی
د برتانیې مطبوعات وایي په پارلمان کې د محافظه کار ګوند په یو غړي د هغه پخوانۍ ملګرې د جنسي تیري او جنسي زور زیاتي تور لګولی دی.


د برتانیې په مطبوعاتو کې د پارلمان د وکیل نوم ندی اخیستل شوی خو پولیسو ویلي چې د شنبې په ورځ، اګست ۱ (زمري ۱۱) یې یو شخص د جنسي تیري په شک نیولی چې عمر یې د پنځوسو کالونو په شاوخوا کې دی.
پولیس هم د برتانیې د قانون له مخې تر څو چې په مشکوک شخص رسماً تور نه وي لګیدلی، نوم یې نه افشا کوي.
د پارلمان پدې غړې د هغه یو پخوانۍ ملګرې تور لګولی چې کوم وخت چې دوي سره اړیکې درلودې، د پارلمان دې غړي ورسره جنسي زور زیاتی کړی او هغه یې په زور دیته مجبوره کړې وه چې جنسي اړیکه ورسره ونیسي.
په همدې حال کې د برتانیې د محافظه کار ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه ډول تورونه ډیر جدي بولي، خو دا چې د قضیې په هکله تحقیقات روان دي، دې ګوند هم پدې هکله نوره تبصره نده کړې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdch-mniw23nzwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته