کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانیې د پارلمان یو غړی د جنسي تیري په تور نیول شوی

د صدای افغان خبری آژانس , 12 اسد 1399 ساعت 17:28

د برتانیې مطبوعات وایي په پارلمان کې د محافظه کار ګوند په یو غړي د هغه پخوانۍ ملګرې د جنسي تیري او جنسي زور زیاتي تور لګولی دی.




د برتانیې په مطبوعاتو کې د پارلمان د وکیل نوم ندی اخیستل شوی خو پولیسو ویلي چې د شنبې په ورځ، اګست ۱ (زمري ۱۱) یې یو شخص د جنسي تیري په شک نیولی چې عمر یې د پنځوسو کالونو په شاوخوا کې دی.
پولیس هم د برتانیې د قانون له مخې تر څو چې په مشکوک شخص رسماً تور نه وي لګیدلی، نوم یې نه افشا کوي.
د پارلمان پدې غړې د هغه یو پخوانۍ ملګرې تور لګولی چې کوم وخت چې دوي سره اړیکې درلودې، د پارلمان دې غړي ورسره جنسي زور زیاتی کړی او هغه یې په زور دیته مجبوره کړې وه چې جنسي اړیکه ورسره ونیسي.
په همدې حال کې د برتانیې د محافظه کار ګوند په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه ډول تورونه ډیر جدي بولي، خو دا چې د قضیې په هکله تحقیقات روان دي، دې ګوند هم پدې هکله نوره تبصره نده کړې.
 


د مطلب کود: 215969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215969/د-برتانیې-پارلمان-یو-غړی-جنسي-تیري-په-تور-نیول-شوی

آوا
  https://www.avapress.com