د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي له رسنیو سره په خبرو کې وویل، درې برید ګر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د پاتې نورو بریدګرو د له منځه وړلو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.
خوګیاڼی وایي، تر اوسه په یاد بريد کې ۲۱ ملکي کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږل شوي.
خوګیاڼي دغه راز وویل، ۷۰۰ زندانیان چې د تېښتې هڅه یې کوله بېرته نیول شوي.
د راپورونو له مخې ویل کېږي د یادې پېښې پړه داعش ډلې په غاړه اخیستې، خو د یادې ډلې له لورې تر اوسه په رسمي ډول کوم څه نه دي ویل شوي.
دغه راز وسلهوالو طالبانو په یاد برید کې لاس لرل رد کړي او ویلي يې دي چې د دوی کار نه دی.
د ننګرهار پر محبس برید تېر ماښام پیل شو، بریدګرو لومړی موټربم ته چاودنه ورکړه او وروسته یې له افغان امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړه چې لا هم دوام لري.