دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 215989
ولسمشر: د ښځينه مرستیال والیانو د ټاکنې پروسه به ژر بشپړه شي
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د والي د مرستیالانو په توګه د ښځو د ګمارنې پروسه به په دریو میاشتو کې بشپړه شي.
نوموړي تېره ورځ سمنګان ولایت کې یو خبرې غونډې ته وویل، د ښځينه مرستیال والیانو د ګمارنې پروسه به په دریو میاشتو کې بشپړه شي او یاده پروسه به شفافه وي اوپه خبره يې په دې ګمارنو کې به د واسطو مخه نیول کېږي.
ولسمشر وویل:
په ۳۴ ولایتونو کې د ښځينه مرستیالانو د ټاکلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له خوا روانه ده. هيڅوک له دولتي چارواکو، وکیلانو، او دغه راز مهمو شخصیتونو سره د اړیکو پر اساس نه ټاکل کېږي. او هر څه به د ټاکلو معیارونو پر بنسټ په دریو میاشتو کې بشپړ شي.
د افغانستان حکومت تېره میاشت اعلان وکړ چې د هیواد ۳۴ ولایتونو لپاره به یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ګمارل کېږي او دا یې په حکومت کې د ښځو د زیاتې ونډې لرلو لپاره مهم ګام بللی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoie8huqevhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې