کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د شفتالو د حاصلاتو کچه لوړه شوې

13 اسد 1399 ساعت 12:38

تېر کال په ټول هېواد کې د شفتالو اته زره او ۷۶ هکټاره لوی او واړه بڼونه جوړ شوي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې له دغو بڼونو ۶۱ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه شفتالو راټول او بازار ته وړاندې شوي دي.


د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دوی د بڼوالۍ د پراختیا په پار ګڼ پروګرامونه پلي کړي، چې ورسره په هېواد کې د بڼوالۍ چارې پراخې شوي او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړي وویل تېر کال په ټول هېواد کې د شفتالو اته زره او ۷۶ هکټاره لوی او واړه بڼونه جوړ شوي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې له دغو بڼونو ۶۱ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه شفتالو راټول او بازار ته وړاندې شوي دي.
د ده په خبره، سږکال یوازې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د شفتالو حاصلات لس زره ټنه دي، چې عواید یې ۵۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ۱۳۹۸ی لمریز کال کې د یادو ولایتونو د شفتالو ټول حاصل نهه زره ټنه وه، چې عواید یې ۴۵۰ میلیونه افغانۍ وه.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دې ته په کتو د ختیځو ولایتونو د روان ۱۳۹۹یم کال د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاته شوې ده.
په منظمه توګه اوبه ورکول او د ښاخونو پرې کول، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه د ښاغلي رستمي په خبره هغه عوامل دي، چې د شفتالو حاصلات یې له امله زیات او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.


د مطلب کود: 216000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216000/په-افغانستان-کې-د-شفتالو-حاصلاتو-کچه-لوړه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com