دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 216010
هرات ته د ایران وارداتي برښنا پرې شوې
برښنا شرکت وایي، له ایران څخه هرات ولایت ته د وارداتي برښنا مزی په کهسان ولسوالۍ کې د برښنا پر یو پایې د مرمۍ لګېدو له کبله پرې شوی.
د افغانستان برښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ایران څخه هرات ولایت د راتلونکې ۱۳۲ کیلو ولټه برېښنا مزی نن سهار د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې پرې شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د برښنا شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او د ستونزې پر حل یې کار پیل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې تاجکستان هم په دغه هیواد کې د اوبو د کمښت له کبله پر افغانستان ۳۱۰ مېګاواټه برېښنا قطع کړه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyvd0xw6dyxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته