کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت: طالبانو د اوربند موده کې ۲۰ ملکي کسان وژلي

د صدای افغان خبری آژانس , 13 اسد 1399 ساعت 17:09

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو د لوی اختر په درې ورځو کې ۶۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې چې۲۰ ملکي کسان يې وژلي او ۴۰ نور یې ټپیان کړي.


د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، وسله‌والو طالبانو د لوی اختر په درې ورځو کې ۳۸ ځله اوربند مات کړی او د تاوتریخوالي په ۳۸ پېښو کې یې  ۶۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اړولې.
نوموړی زیاتوي:
په کوچني او لوی اختر کې د اوربند پر مهال د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل د دې ښکارندویي کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو نه دې ولاړ او هغه څخه چې وایي په هغه عمل نه کوي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په لوی اختر کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د دریو ورځو لپاره اوربند اعلان شو خو په اوربند سربېره بیا هم د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د نا امنیو او مرګ‌ژوبلې راپورونه راځي.


د مطلب کود: 216022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216022/کورنیو-چارو-وزارت-طالبانو-د-اوربند-موده-کې-۲۰-ملکي-کسان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com