خوښ ديک ۰

د روغتیا نړيوال سازمان: لا واکسين نشته، تدابير مراعات کړئ

د روغتیا نړيوال سازمان مشر وايي، تر دې مهاله له کرونا وايروس سره د مقابلې لپاره نه واکسين شته او نه هم درمل، له دې کبله ټولو ته اړينه ده چې په جدي توګه تدابير مراعات کړي.
د روغتیا نړيوال سازمان: لا واکسين نشته، تدابير مراعات کړئ
ډاکټر ټيډروهانوم تېره ورځ ويلي، ماسک بايد په جدي توګه وکارول شي، ټولنيز واټن مراعات شي او نورو اړوندو تدابيرو ته پاملرنه وشي.
نوموړي ټينګار کړی چې تر دې مهاله نړۍ کې نه د کرونا واکسين شته او نه هم درمل او ښايي هېڅکله هم نه وي، خو دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کرونا پر ضد واکسين د جوړېدو په وروستيو پړاوونو کې دي او د امريکا دولت خو ان د دې هېواد له يوه شرکت سره د ۵۰ مېليونه کسانو لپاره د واکسين تړون هم لاسليک کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود: 216042 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *