د دغه وزارت وياند ګران هېواد وايي، د دې ناستو هدف د سولې په اړه د سيمهييزې او نړيوالې اجماع پياوړي کول دي.
د نوموړي په خبره، په دې ناسته کې د ګڼو سيمهييزو او نړيوالو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي ګډون کوي.
د هېواد په خبره، د نورو مسايلو تر څنګ په دې غونډو کې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خلاصون په اړه د مشورې غوښتو لپاره د لويې جرګې رابللو په تړاو هم بحث او خبرې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې کابل تر اختر وړاندې د درېيو نورو سيمهييزو او نړیوالو کنفرانسونو کوربه هم و او د هغو ناستو د بحث محوريت هم سوله و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)