دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 216055
کنینګهم: سولې ته د رسېدو لپاره دې اوربند وغځول شي
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کنینګهم ویلي، افغان سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده چې طالبان اوربند وغځوي.
نوموړي ویلي، افغان سولې ته د رسېدو لپاره د باور فضا نه ده را منځته شوې او په خبره یې د طالبانو او افغان حکومت له خوا اعلان شوی اوربند که وغځول شي، د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا را منځته کولو لپاره تر ټولو ښه لاره ده.
هغه زیاته کړې، طالبان باید پر هوکړه عمل وکړي، تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره دې د زندانیانو پر ژر خلاصون ټینګار نه کوي.
هغه دا هم ویلي، طالبانو د سولې له هوکړې سرغړونه  کړې او تر دې دمه یې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړې څه باندې پنځه میاشتې کېږي خو لا هم په افغانستان کې د جګړې میدان ګرم دی او د بین الافغاني مذاکراتو نېټه لا هم نه ده مشخصه شوې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenp8wnjh8z7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته