دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 216060
د امريکا بهرنيو چارو وزير ملا برادر سره د افغان سولې په تړاو غږيدلى
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو د طالبانو د سياسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر سره پر افغان سولې او بين الافغاني خبرو پيليدو په تړاو پر ليکه غږيدلى دى.
د طالبانو سياسي وياند، سهيل شاهين پې خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دوى د پاتې طالب بنديانو خوشې کيدو او اوربند په هکله خبرې کړي دي.
بله خوا، افغانستان کې د امريکا پخواني سفير، جيمز کنيګهم له طالبانو د اوربند د غځيدو غوښتنه کړې ده. کنيګهم ويلي اوربند د سولې خبرې اسانوي، خو د تاوتريخوالي دوام دغه بهير لا پيچلى کوي.
طالبانو د اختر ورځو کې د اوربند اعلان کړى و، خو د اختر تيريدو سره يې د اوربند مودې غځولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
که څه هم افغان حکومت وايي طالبان د اختر ورځو کې کرار کينناستل او په دغو دريو ورځو کې يې ۲۰ ملکيان ووژل او ۴۰ نور يې ټپيان کړل.
https://avapress.com/vdcaiinuw49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته