کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا بهرنيو چارو وزير ملا برادر سره د افغان سولې په تړاو غږيدلى

14 اسد 1399 ساعت 11:33

د امريکا د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو د طالبانو د سياسي دفتر مشر، ملا عبدالغني برادر سره پر افغان سولې او بين الافغاني خبرو پيليدو په تړاو پر ليکه غږيدلى دى.


د طالبانو سياسي وياند، سهيل شاهين پې خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دوى د پاتې طالب بنديانو خوشې کيدو او اوربند په هکله خبرې کړي دي.
بله خوا، افغانستان کې د امريکا پخواني سفير، جيمز کنيګهم له طالبانو د اوربند د غځيدو غوښتنه کړې ده. کنيګهم ويلي اوربند د سولې خبرې اسانوي، خو د تاوتريخوالي دوام دغه بهير لا پيچلى کوي.
طالبانو د اختر ورځو کې د اوربند اعلان کړى و، خو د اختر تيريدو سره يې د اوربند مودې غځولو په اړه يې څه نه دي ويلي.
که څه هم افغان حکومت وايي طالبان د اختر ورځو کې کرار کينناستل او په دغو دريو ورځو کې يې ۲۰ ملکيان ووژل او ۴۰ نور يې ټپيان کړل.


د مطلب کود: 216060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216060/د-امريکا-بهرنيو-چارو-وزير-ملا-برادر-سره-افغان-سولې-په-تړاو-غږيدلى

آوا
  https://www.avapress.com