کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سپين‌بولدک-چمن لار نن د يوې ورځې لپاره د خلکو پرمخ پرانيستل شوې

14 اسد 1399 ساعت 11:36

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د سپين بولدک-چمن لاره نن سهار اووه نيمې بجې د يوې ورځې لپاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانيستل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې ياده لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ د اوږدې مودې لپاره د کرونا وايروس له کبله د پاکستان له لوري تړلې وه او يوازې د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره په وروستيو کې پرانیستل شوې وه.



تر لوی اختر يوه ورځ وړاندې د دې دروازې پورې خواته لومړی د افغان کډوالو او پاکستاني ملېشو تر منځ او وروسته د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښتې هم رامنځته شوې چې اصلي سبب يې د خلکو پر مخ د دغه لارې تړلي پاتې کېدل و.
تر اختر يوه ورځ وړاندې په زرګونو افغانانو غوښتل د اختر لپاره له دې لارې راتېر شي، خو پاکستاني ملېشو اجازه نه ورکوله او وروسته د خلکو اعتراض پيل شو، نښتې رامنځته شوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم واوښته.


د مطلب کود: 216067

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216067/د-سپين-بولدک-چمن-لار-نن-يوې-ورځې-لپاره-خلکو-پرمخ-پرانيستل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com