کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتيا وزارت: راتلونکو دوو اونيو کې به پر کرونا د اخته کيدو کچه لوړه شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1399 ساعت 12:11

د عامې روغتيا وزارت وايي کيداي شي راتلونکو دوو اونيو کې پر کرونا ويروس د اخته کيدو کچه لوړه شي.


د روغتيا وزارت د معلوماتو پر اساس، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې تازه ۳٦ تنه پر جرونا اخته شوي دي. په دې موده کې هيڅوک ددې ناروغۍ له امله نه دي مړه شوي او نه هم څوک تر روغ شوي دي.
همداشان ټاکل شوې ده چې نن کابينه د پوهنتونو او ښونځيو خلاصيدو په هکله پريکړه وکړي.
افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمير ۳٦ زرو ۷۸۲ تنو ته رسيدلى دى.
تر اوسه ۲۵ زره او ۵۵۸ تنه ترې روغ شوي او ۲۸۸ نورو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.


د مطلب کود: 216074

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216074/روغتيا-وزارت-راتلونکو-دوو-اونيو-کې-پر-کرونا-د-اخته-کيدو-کچه-لوړه-شي

آوا
  https://www.avapress.com