کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټرمپ: ژر به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر۴زرو ته راکم شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 اسد 1399 ساعت 15:40

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ له "اکسیوس" رسنۍ سره به خبرو کې ویلي دي چې لنډ وخت کې به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۴ زرو ته راکم کړي.


هغه د خپلو خبرو پرمهال ویلي دي:«موږ به لنډ وخت کې ۸ او وروسته بیا خپل سرتېري ۴ زرو ته راکم کړو. اوس د خبرو په حال کې یوو او نولس کاله هلته وو او له هغه ځایه به ووځي.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو پورې چې کابو څلور میاشتې ورته پاتې دي، افغانستان کې به له څلورو تر پنځو زرو سرتېري ولرو.
ټرمپ د سرتېرو وتو کره مودې په تړاو څه نه دي ویلي، خو ویلي یې دي چې ژر به سرتېري راکم کړي.
امریک او طالبانو د روان زیږدیز کال د فبرورۍ میتاشتې په نهمه د سولې هوکړه لاسلیک کړه او له مخې یې ټاکل شوې امریکايي سرتېري افغانستان کې راکم، ۵ زره طالب بندیان د افغان حکومت له بنده ازاد او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.
طالبانو تر اوسه د افغان حکومت زر تنه بندیان ازاد کړي دي، خو حکومت بیا د طالبانو لخوا د ورکړل شوي نوملړ له مخې ۴۶۰۰ بندیان ازاد کړي او ۴ سوو باندې جنجال روان دی، خو ولسمشر غني بیا د اختر په ورځ ۴۰۰ بندیانو پرځای د ۵۰۰ نورو د ازادولو هوکړه وکړه.
د ملي امنیت شورا دفتر د شمېرو له مخې تر اوسه افغان حکومت ۴۹۱۷ تنه طالب بندیان ازاد کړي دي.
 تېره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې د طالبانو لخوا د ورکړل شوي  نوملړ له مخې د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو برخلیک په تړاو به لویه جرګه پرېکړه کوي.
د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په تړاو څرګندوي چې دغه ۴۰۰ بندیان یا د قتل، نشه يي توکو قاچاق او درنو جرمنو په تور نیول شوي دي.
مخکې له دې د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل شاهین هم ویلي وو چې د پاتې بندیانو ازادولو لپاره د لویې جرګې راغوښتل د جګړې دوام په مانا ده.


د مطلب کود: 216096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216096/ټرمپ-ژر-افغانستان-کې-د-امریکايي-سرتېرو-شمېر۴زرو-ته-راکم-شي

آوا
  https://www.avapress.com