دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 216116
کمانډو ځواکونو کونړ کې د داعش يو مهم غړی نیولی
کونړ کې افغان کمانډو ځواکونو د داعش ډلې يو مهم غړی نیولی دی.
افغان کمانډو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د داعش ډلې دغه مهم غړی يې په کونړ ولايت کې د يو لړ عملیاتو په ترڅ کې نيولی دی.
خبرپاڼه زياتوي، د داعش ډلې دې غړي به د دې ډلې وسله‌وال له خپلو کورنیو سره بېلابېلو ولايتونو ته استول، تر څو په هغو ولايتونو کې ترهګريز بريدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې په لوی اختر کې د ننګرهار په عمومي محبس ډله‌ييز وسله‌وال بريد ترسره کړ چې په پايله کې يې د دې ډلې او وسله‌والو طالبانو يو شمېر زندانیان له دې زندانه وتښتېدل.
دغه راز په دې بريد کې ۲۹ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپيان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccseqie2bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته