دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 216120
لبنان کې بې‌سارې چاودنه، پراخه ويجاړي او ګڼه مرګ‌ژوبله
لبناني چارواکي وايي، د دې هېواد په پلازمېنه بېروت کې چاودنې لږ تر لږه ۷۸ تنه وژلي او تر ۴ زرو ډېر يې ټپيان کړي دي. خو چاروکي وايي، ښايي د ودانیو تر خاورو لاندې ګڼ نور مړي هم وموندل شي او د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.
د راپورونو له مخې دې چاودنې پراخه ويجاړي رامنځته کړې او د چاودنې تر ځای لرې هم ودانۍ ويجاړې شوې او ړنګې شوې دي.
په لرې سړکونو ليدل کېږي چې موټرونه پړمخې پراته او سوځېدلي دي.
لبناني چارواکي وايي، ښايي د چاودنې علت د چاودېدونکو توکو په هغه ډيپو کې اورلېګدنه وه چې څه وخت وړاندې نيول شوې وه، خو چارواکي وايي، لا هم دا کره نه ده.
اخوا د لبنان روغتونونه له ټپيانو ډک شوي دي او د نورو ټپيانو له منلو يې ډډه کړې ده.
د لبنان ولسمشر میشال عون ویلي، دا د منلو نه ده چې یوه ګودام کې دوه نیم زره ټنه امونیم نایټرېټ داسې ساتل کېدل چې پام ورته نه کېده او خوندي نه وو.
له بل لوري لبناني حکومت د چهارشنبه ورځ ملي وير اعلان کړی دی.
اخوا په ټولنيزو رسنيو کې هغه وېډيو هم لاس په لاس کېږي، چې له يوې سيمې لوګي پورته کېږي او ګڼې ودانۍ سوځېدلي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi-niv23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته