د بهرنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون کابل د سولې په تړاو د سيمهييزې اجماع او د سولې په تړاو د نړيوالې اجماع د پياوړي کولو په هدف د دوو ناستو کوربه وو.
خبرپانه زياتوي، په دې ناستو کې ټولو ګډونوالو ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ بينالافغاني خبرو د پيلېدو غوښتنه وکړه، دغه راز يې په لوی اختر کې د اوربند هرکلی وکړ او د دواړو لورو له لوري د زندانیانو د خوشي کېدو پر اهمیت يې خبرې وکړې.
دوی دغه راز د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو لپاره د لويې جرګې جوړېدل هم مهم بللي دي او د افغان حکومت د دې ګام هرکلی يې کړی دی.
په خبرپانه کې راغلي، ګډونوالو دغه راز پر وسلهوالو طالبانو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او دغه راز د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان اعلاميې ته په کتو دې ژر تر ژره تاوتريخوالی ودروي او مخامخ بينالافغاني خبرو ته دې چمتو شي.
دوی دغه راز تر لوی اختر وړاندې او د اختر په ورځو کې په افغانستان کې شوی تاوتريخوالی وغانده او ټینګار يې وکړ چې يوازې بينالافغاني خبرې کولای شي د افغانستان ستونزه حل کړي.
ټاکل شوې افغان حکومت د روانې زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې مشورتي لويه جرګه را وغواړي تر څو د ۴۰۰ مهمو طالب بنديانو د خوشي کولو په تړاو ترې مشوره وغواړي او د پرونيو غونډو اصلي هدف هم همدا بلل شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)