کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لبنان کې چاودنې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

15 اسد 1399 ساعت 9:31

د یاد هېواد د روغتیا وزیر حمد حسن وايي، تر اوسه د دې چاودنې له کبله ۷۸ کسان وژل شوي او ۴۰۰۰ زره نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې ګڼ شمېر کسان لادرکه دي او د چاودنې وېجاړۍ ته په کتو داسې وېره شته چې مرګژوبله به تر دې هم لوړه وي. د لبنان د کورنیو چارو وزیر او د عامه امنیت مشر ویلي، داسې ښکاري چې دا چاودنه د هغو وسلو په ګودام یا ډیپو کې شوې چې څو کاله وړاندې نیول شوې وې، خو دواړو چارواکو ویلي چې تر اوسه د پېښې کره لامل معلوم نه دی او په تړاو یې د دوی څېړنې روانې دي. د دغه هېواد جمهور رییس میشال عون ویلي، دا د منلو نه ده چې په یوه ګودام کې څه باندې دوه نیم زره ټنه (امونیم نایټرېټ) په ناخوندي توګه ساتل کېدل. د چاودنې له ځایه تر ډېره لېرې ودانۍ نړېدلې دي، ونې را ولوېدلې او پر سړکونو د سوځېدلیو موټرو کتارونه تر سترګو کېږي.



د مطلب کود: 216123

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216123/په-لبنان-کې-چاودنې-زرګونه-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com