کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۷۴ بار وړونکي موټر له مالیې څخه د تښتې په تړاو نیول شوي

15 اسد 1399 ساعت 9:33

د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا موټر د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو نیولي دي. د خبرپاڼې په وینا، په یادو محمولو کې ګول‌سیخ، تېل، د چرګاڼو غوښې، ودانیز توکي او نور مواد شامل وو چې تر نیولو وروسته یې عاملین د ګمرکونو عمومي ریاست ته ورپېژندل شوي دي. دغه وزارت څرګندوي چې په دې سره به د اداري فساد مخه ونیول شي، د هېواد عواید به زیات شي او د عاملینو پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي. که څه هم امنیتي مسولین د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې خبره کوي، خو اوس هم دا ناوړه پدیده د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.



د مطلب کود: 216126

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216126/۷۴-بار-وړونکي-موټر-له-مالیې-څخه-د-تښتې-په-تړاو-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com