دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 216126
د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا موټر د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو نیولي دي. د خبرپاڼې په وینا، په یادو محمولو کې ګول‌سیخ، تېل، د چرګاڼو غوښې، ودانیز توکي او نور مواد شامل وو چې تر نیولو وروسته یې عاملین د ګمرکونو عمومي ریاست ته ورپېژندل شوي دي. دغه وزارت څرګندوي چې په دې سره به د اداري فساد مخه ونیول شي، د هېواد عواید به زیات شي او د عاملینو پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي. که څه هم امنیتي مسولین د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې خبره کوي، خو اوس هم دا ناوړه پدیده د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcdx90x9yt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته