دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 216127
په یادو ناستو کې تر ۴۰ د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازو برخه درلوده. سرچینه زیاتوي، په یادو مشورتي ناستو کې د طالب بندیانو پر خلاصون، اوربند، د سولې په بهیر کې د جګړې د قربانیانو د حقونو خوندیتوب او د مخامخ خبرو د ژر تر ژره پیلېدو په تړاو بحثونه وشول. د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ۵۰۰۰ زره طالب بندیانو د خلاصون، سولې ته د رسېدو او د لویې مشورتي جرګې د تاریخي او سیاسي اهمیت په تړاو د دواړو ناستو ګډونوالو ته معلومات ورکړل. په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوې چې د دغو ناستو ګډونوالو د افغانانو په مشرۍ د سولې له اوسنۍ پروسې، د طالب بندیانو له خوشي کېدو او د لویې جرګې له جوړېدو خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د دې تر څنګ د دواړو غونډو ګډونوالو په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي او پر طالبانو یې غږ کړی چې د نړیوالې ټولنې په غوښتنه بشردوستانه اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.
https://avapress.com/vdcewp8wfjh8zzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته