کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رحماني: د لويې جرګې رابلل د قانون خلاف دي

15 اسد 1399 ساعت 10:07

د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني وایي، د ملي شورا په شتون کې د هر راز لویې جرګې راغوښتل د قانون خلاف دی او دوی ته د منلو وړ نه دی.


د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني او د دې جرګې اداري پلاوي پرون ناوخته له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ولسي جرګې رئیس په ملي مسایلو کې د خلکو نطریات مهم وبلل او په دې برخه کې یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړی، خو د ولسي جرګې رسنیز دفتر بیا وایي، د تېرې ورځې ناسته بې پایلې پای ته ورسېدله.
د ولسي جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د ولسي جرګې له غړو غوښتنه کړې چې د لویې جرګې ملاتړ وکړي، خو د ولسي جرګې اداري پلاوي بیا ویلي، د ملي شورا په شتون کې د سولې مشورتي لويې جرګې را غوښتل د قانون خلاف دی.
خبرپاڼې د میررحمان رحماني له قوله لیکلي:
کله چې د خلکو ریښتینې استازي د ملي شورا په دواړو جرګو کې شتون ولري، د هر راز مشورتي لویې جرګې را غوښتل له قانون سره په ټکر کې دی.
 د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري هئیت سره په لیدنه کې وویل، د سولې مشورتي لویه جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو په موخه را غوښتل کېږي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.
ټاکل شوې چې د زمري میاشتې په ۱۷ مه نېټه  د جمعې په ورځ د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک ټاکلو لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه را وغوښتل شي.


د مطلب کود: 216129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216129/رحماني-د-لويې-جرګې-رابلل-قانون-خلاف-دي

آوا
  https://www.avapress.com