دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۶
د مطلب کود : 216132
نبيل: حکومت د ۴۰۰ طالب‌ بنديانو د خوشي کولو مسئوليت پر خلکو ور اچوي
د ملي امنيت پخوانی رئيس او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبيل وايي، افغان حکومت د لويې جرګې په راغوښتلو سره غواړي د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مسئوليت د خلکو پر اوږو واچوي.
نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلی:
له دې ټولو سره سره د افغانستان خلک پوهیږي، چې حکومت به تر دغې مشورتي لویې جرګې وروسته دا ۴۰۰ زندانیان هم خوشي کړي او مسوولیت به یې د جرګې په نوم د افغانستان پر خلکو اچوي او ګټه به ترې په ارګ کې ناست څو سیاستوال د واک او څوکۍ د بقا لپاره واخلي.
نبيل دغه راز ټينګار کړی چې د افغانستان په اوسني اقتصادي وضعيت کې د لويې جرګې رابلل یو بې ځايه لګښت دی.
نبيل ليکلي:
اوس چې حکومت د ۴۰۰ زنداني ترهګرو د خوشي کولو مسئله لویې جرګې ته وړاندې کړې، دا به د افغانستان په څیر په بې وزله هیواد کې یوازې بې ځایه لګښت او د امنیتي ځواکونو له وینو سره تر چل او نیرنګ پرته بله مانا ونه لري. همداراز ددې چلونو پایله به د امنیتي ځواکونو مورال د دښمن پر وړاندې ټيټ کړي؛ ځکه هغوی نه پوهیږي، چې د هیواد سیاستوال به یې ددوی په مرګ او ژوند نورې کومې معاملې وکړي.
رحمت الله نبيل ويلي دا بايد هېره نه شي، چې افغانستان ته د ریښتنې سولې راوستل په نیک نیت، شفاف او ټول شموله مدیریت او د باور فضا جوړولو پورې تړلي؛ نه په ساختګي او حکومتي جرګو پورې، چې لویه برخه غړي یې هم د حکومت معاش خواره وي.
د نوموړي په خبره، که حکومت د سولې او د خلکو د برخلیک په اړه ریښتنی نیت لرلای، نو د مشورتي (حکومتي) جرګې، پر ځای به یې داسې ټولپوښتنه کړې وه، چې د هېواد هیڅ برخه ترې محرومه نه وای او که په دې ټولپوښتنه کې خلکو د ولسمشر ګوښه کیدل غوښتي وای نو په ورین تندي منل شوي وای.
افغان حکومت اعلان کړی چې د روانې زمري مياشتې له ۱۷مې تر ۱۹مې به مشورتي لویه جرګه رابولي تر څو د ۴۰۰ هغو طالب بنديانو د خوشي کېدو يا نه خوشي کېدو په تړاو افغان حکومت ته مشوره ورکړي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اختلاف جدي ټکی او د بين‌الافغاني خبرو د پيلېدو پر وړاندې مهم خنډ بلل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaeinuu49n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته