دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 216141
د امریکا د سولې انسټيټوټ د داعش په تړاو خبرداری ورکړ
د امریکا د سولې انسټيټوټ یو غړی وایي، افغان حکومت او طالبانو ته په کار ده چې په خپلو کې سره یو ځای شي او په ګډه د داعش له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي. د امریکا د سولې د انسټیټوټ یوه غړي سکاټ سميټ له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، داعش ډله د یو سوله‌ییز افغانستان په مخ کې ستر خنډ دی او دا خبره هم د منلو نه ده چې داعش ډلې دې په افغانستان کې ماتې خوړلې وي. نوموړي وویل، که افغان حکومت او طالبان په خپلو کې هوکړه وکړي دواړه کولای شي خپل ځواک د هغو ګواښونو پر وړاندې وکاروي چې داعش ډله یې د افغان سولې په مخ کې جوړوي. هغه دغه راز ټینګار کړی، چې داعش ډله د قوي کېدو په حال کې ده نو ټولو لورو ته په کار ده چې دغه خطر پر وړاندې ودرېږي.
https://avapress.com/vdcayinu649n661.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته