کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د سولې انسټيټوټ د داعش په تړاو خبرداری ورکړ

15 اسد 1399 ساعت 10:35

د امریکا د سولې انسټيټوټ یو غړی وایي، افغان حکومت او طالبانو ته په کار ده چې په خپلو کې سره یو ځای شي او په ګډه د داعش له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

د امریکا د سولې د انسټیټوټ یوه غړي سکاټ سميټ له یوې امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، داعش ډله د یو سوله‌ییز افغانستان په مخ کې ستر خنډ دی او دا خبره هم د منلو نه ده چې داعش ډلې دې په افغانستان کې ماتې خوړلې وي.

نوموړي وویل، که افغان حکومت او طالبان په خپلو کې هوکړه وکړي دواړه کولای شي خپل ځواک د هغو ګواښونو پر وړاندې وکاروي چې داعش ډله یې د افغان سولې په مخ کې جوړوي.

هغه دغه راز ټینګار کړی، چې داعش ډله د قوي کېدو په حال کې ده نو ټولو لورو ته په کار ده چې دغه خطر پر وړاندې ودرېږي.



د مطلب کود: 216141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/216141/د-امریکا-سولې-انسټيټوټ-داعش-په-تړاو-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com